دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 269140
ملګرو ملتونو د دوحې غونډې ته د اسلامي امارت چارواکو ته بلنه نه ده ورکړې
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د اسلامي امارت چارواکو ته د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترش په غونډه کې د ګډون په موخه «بلنلیک» نه دی استول شوی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو موضوع د میز پر سر نه ده او د دوحې د ناستې تمرکز به په افغانستان کې د ګډو اهدافو په اړه د نړیوالو متقابل عمل دی.
 
نوموړي همدارنګه د افغان ښځو په ملاتړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونۍ پرېکړه لیک هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د دوحې د غونډې موخه د افغانستان په اړه د یوې ګډې لارې او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د مسئلې څېړل دي.
 
د دوحې غونډه به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش او د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړي استازي په ګډون جوړه شي.
 
https://avapress.com/vdchkwniv23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته