کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د دوحې غونډې ته د اسلامي امارت چارواکو ته بلنه نه ده ورکړې

9 ثور 1402 ساعت 15:27

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د اسلامي امارت چارواکو ته د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترش په غونډه کې د ګډون په موخه «بلنلیک» نه دی استول شوی.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو موضوع د میز پر سر نه ده او د دوحې د ناستې تمرکز به په افغانستان کې د ګډو اهدافو په اړه د نړیوالو متقابل عمل دی.
 
نوموړي همدارنګه د افغان ښځو په ملاتړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونۍ پرېکړه لیک هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د دوحې د غونډې موخه د افغانستان په اړه د یوې ګډې لارې او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د مسئلې څېړل دي.
 
د دوحې غونډه به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش او د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړي استازي په ګډون جوړه شي.
 


د مطلب کود: 269140

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269140/ملګرو-ملتونو-د-دوحې-غونډې-ته-اسلامي-امارت-چارواکو-بلنه-نه-ده-ورکړې

آوا
  https://www.avapress.com