دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 269096
د خوړو نړیوال سازمان په بادغیس کې پر څه باندې دوه زره کورنیو خوراکي توکي وویشل
په بادغیس ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست د خوراک نړیوال سازمان له لوري په نږدې دوه زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د ویش خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بادغیس ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا ریاست پرون (جمعه، ثور ۸) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بادغیس ولایت په سنګ اتش ولسوالۍ کې پر ۱۷۷۹ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشل شوي دي.
 
د توزیع شویو توکو په هره بسته کې ۵۰ کیلو اوړه، پنځه لیتره غوړي، شپږ کیلو چرس او ۳۳ کڅوړې شیدې شاملې وې.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خوړو نړيوال سازمان د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.
 
https://avapress.com/vdchwwni-23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته