کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال سازمان په بادغیس کې پر څه باندې دوه زره کورنیو خوراکي توکي وویشل

9 ثور 1402 ساعت 9:23

په بادغیس ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست د خوراک نړیوال سازمان له لوري په نږدې دوه زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د ویش خبر ورکوي.


آوا - کابل: د بادغیس ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا ریاست پرون (جمعه، ثور ۸) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بادغیس ولایت په سنګ اتش ولسوالۍ کې پر ۱۷۷۹ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشل شوي دي.
 
د توزیع شویو توکو په هره بسته کې ۵۰ کیلو اوړه، پنځه لیتره غوړي، شپږ کیلو چرس او ۳۳ کڅوړې شیدې شاملې وې.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خوړو نړيوال سازمان د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.
 


د مطلب کود: 269096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269096/د-خوړو-نړیوال-سازمان-په-بادغیس-کې-پر-څه-باندې-دوه-زره-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل

آوا
  https://www.avapress.com