دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 269038
تېره شپه د یوې تخنیکي ستونزې له امله په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا مزي پرې شوي
د برښنا شرکت وايي، چې تېره شپه ۷ بجې د پلخمري - کابل ۲۲۰ کیلوواټه وارداتي برېښنا په لاره کې د تخنيکي ستونزې له امله د کابل او د ځینو ولايتونو برېښنا پرې شوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نوت برښنا شرکت تېره شپه د ثور میاشتې په ۶ مه نېټه اعلان وکړ چې د پلخمری - کابل د لارې د ۲۲۰ کیلوواټه وارداتی برېښنا مزی پرې شوی دی.
 
دغه شرکت وايي چې دا ستونزه لنډمهاله ده او دوی هڅه کوي چې ژر یې حل کړي.
 
د برېښنا شرکت وايي، چې اوس په کابل کې برېښنا په کور دننه تولیدېږي او ډېری امنیتي سیمې او روغتونونه ترې ګټه اخلي.
 
په اعلامیه کې د برشنا شرکت له خلکو غوښتي چې صبر وکړي او ډېر ژر به تخنیکي ستونزه هواره او د پلازمېنې اوسېدونکو ته به برېښنا وصل شي.
 
https://avapress.com/vdcdsn0xjyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته