کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره شپه د یوې تخنیکي ستونزې له امله په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا مزي پرې شوي

7 ثور 1402 ساعت 11:13

د برښنا شرکت وايي، چې تېره شپه ۷ بجې د پلخمري - کابل ۲۲۰ کیلوواټه وارداتي برېښنا په لاره کې د تخنيکي ستونزې له امله د کابل او د ځینو ولايتونو برېښنا پرې شوي.


آوا - کابل: د نوت برښنا شرکت تېره شپه د ثور میاشتې په ۶ مه نېټه اعلان وکړ چې د پلخمری - کابل د لارې د ۲۲۰ کیلوواټه وارداتی برېښنا مزی پرې شوی دی.
 
دغه شرکت وايي چې دا ستونزه لنډمهاله ده او دوی هڅه کوي چې ژر یې حل کړي.
 
د برېښنا شرکت وايي، چې اوس په کابل کې برېښنا په کور دننه تولیدېږي او ډېری امنیتي سیمې او روغتونونه ترې ګټه اخلي.
 
په اعلامیه کې د برشنا شرکت له خلکو غوښتي چې صبر وکړي او ډېر ژر به تخنیکي ستونزه هواره او د پلازمېنې اوسېدونکو ته به برېښنا وصل شي.
 


د مطلب کود: 269038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269038/تېره-شپه-د-یوې-تخنیکي-ستونزې-له-امله-په-کابل-او-یو-شمېر-ولایتونو-کې-برېښنا-مزي-پرې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com