افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت چارواکي وايي چې د هېواد د ټولو کانونو امنیت تامین شوی او د کانونو د غیر قانوني استخراج مخه نیول شوې ده.
د دغو چارواکو په وینا، له خصوصي شرکتونو سره د کانونو قراردادونه له داوطلبۍ وروسته په شفاف ډول لاسلیک کېږي.
دغه وزارت دا هم ویلي، چې د دغو کانونو د استخراج له پیل وروسته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول سلګونه ټنه کار ته زمینه برابره شي.
د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، هیله لري چې د هېواد په کانونو کې پانګونه زیاته شي.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوال وايي چې د داوطلبۍ پروسه په شفاف ډول ترسره شوې او دوی ترې راضي دي.
دغه وزارت ټولو ګټونکو شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د تړون له مخې دې د کانونو استخراج وکړي او که کوم شرکت د تړون خلاف وګرځي، قرارداد به یې لغوه شي.
ویل شوي چې د دغو قراردادونو هر یو د پنځو کلونو لپاره اعتبار لري.
افغانستان د کاني زیرمو له پلوه یو له بډایه هیوادونو څخه دی. خو دا سرچینې د جګړې او ناامنیو له امله تر اوسه نه دي استخراج شوي.