کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۸ کانونو د استخراج چارې د داوطلبۍ له لارې کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوې

30 حمل 1402 ساعت 9:40

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د هېواد په اوو ولایتونو کې د ۱۸ کوچنیو کانونو د استخراج قرارداد خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوی دی.


آوا - کابل: د دغه وزارت چارواکي وايي چې د هېواد د ټولو کانونو امنیت تامین شوی او د کانونو د غیر قانوني استخراج مخه نیول شوې ده.
 
د دغو چارواکو په وینا، له خصوصي شرکتونو سره د کانونو قراردادونه له داوطلبۍ وروسته په شفاف ډول لاسلیک کېږي.
 
دغه وزارت دا هم ویلي، چې د دغو کانونو د استخراج له پیل وروسته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول سلګونه ټنه کار ته زمینه برابره شي.
 
د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، هیله لري چې د هېواد په کانونو کې پانګونه زیاته شي.
 
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوال وايي چې د داوطلبۍ پروسه په شفاف ډول ترسره شوې او دوی ترې راضي دي.
 
دغه وزارت ټولو ګټونکو شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د تړون له مخې دې د کانونو استخراج وکړي او که کوم شرکت د تړون خلاف وګرځي، قرارداد به یې لغوه شي.
 
ویل شوي چې د دغو قراردادونو هر یو د پنځو کلونو لپاره اعتبار لري.
 
افغانستان د کاني زیرمو له پلوه یو له بډایه هیوادونو څخه دی. خو دا سرچینې د جګړې او ناامنیو له امله تر اوسه نه دي استخراج شوي.
 


د مطلب کود: 268665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268665/د-۱۸-کانونو-استخراج-چارې-داوطلبۍ-له-لارې-کورنیو-شرکتونو-ته-ورکړل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com