دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 268463
چین غواړي د افغانستان د لیتیم په کانونو کې لس میلیارده ډالره پانګونه وکړي
د ګوچین په نوم یوې چینايي کمپنۍ ویلي، که د افغانستان د لیتیم کانونو قرارداد دې شرکت ته وسپارل شي، غواړي په دغو کانونو ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه شرکت استازي د پنجشنبې په ورځ (حمل ٢٤) په کابل کې د کانونو او پټروليم له وزير شهاب الدين دلاور سره وکتل.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت په اعلامیه کې د ګوچین شرکت د استازي په حواله ویل شوي چې د افغانستان د لیتیم په کانونو کې په پانګونې سره به څه باندې ۱۲۰ زره کسانو ته په مستقیم او یو میلیون کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
 
د اعلامیې له مخې شهاب الدین دلاور د افغانستان د لیتیم په کانونو کې د پانګونې لپاره د ګوچین د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل چې لیتیم د نړۍ یو له نادرو کانونو څخه دی.
 
دلاوري زياته کړه، چې د ټول افغان ولس سترګې د ليتيمو پر کانونو ولاړې دي او د کانونو او پټروليم وزارت پرېکړه کړې، چې د کانونو د قانون له مخې د هېواد د ټولو کانونو قرارداد وکړي.
 
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د چینايي شرکت استازي وړاندیز وکړ چې که د افغانستان د لیتیم کانونو قرارداد دوی ته وسپارل شي، دوی به د اوو میاشتو په موده کې د سالنګ تونل ترمیم او په سالنګ کې دې یو بل نوی تونل هم کېنوي.
 
د ګوچین شرکت استازي هم ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به د لیتیم پروسس سل په سلو کې ترسره شي او د دې کار لپاره به د برېښنا بند جوړ کړي.
 
د ګوچین شرکت استازي وویل، چې دوی به د نورستان- کنړ-لغمان لویه لاره هم قیر کړي.
 
چین یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي.
 
په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان هم له یوې چینایي کمپنۍ سره قرارداد شوی، خو د استخراج عملي کار یې لا نه دی پیل شوی.
 
څو میاشتې وړاندې شهاب الدین دلاور له MCC څخه وغوښتل چې خپل مسوولیتونه پوره کړي او د عینک د مسو کان استخراج پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcepv8wxjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته