افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دغه نندارتون به نن چهارشنبه د حمل ۲۳مه د دریو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستی وي.
هغه زياته کړه، چې په دې نندارتون کې د قران کريم له ٥٠٠ څخه زيات ټوکونه، تفسيرونه، د احاديثو کتابونه او د قران کريم نسخې نندارې ته ايښودل شوي دي.
محمدي وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه په ټولنه کې د قران کريم، تفسير او احاديثو د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول دي او له ديني عالمانو، د ښوونځيو له زده کوونکو، زده کوونکو او په ټولنه کې يې د سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه. زده کوونکي دې نندارتون څخه لیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روژې د مبارکې مياشتې له پيل راهيسې په کابل، کندوز او نيمروز ولايتونو کې هم د قران کريم نندارتون جوړ شوى و.