دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 268247
د ایران له الغدیر زاهدان محبس څخه ۱۶ افغان بندیان خوشي شول
په نیمروز ولایت کې د هېواد د بهرنیو اړیکو د ادارې چارواکي وايي، چې د بندیانو د خلاصون په درېیم پړاو کې پرون (حمل ۲۰) د ایران د زاهدان ولایت له الغدیر محبس څخه ۱۶ تنه افغان بندیان خوشې شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز د بهرنیو اړیکو رئیس مولوی یار محمد حقیار وایی چې په تهران کې د افغانستان سفارت او د ایران په زاهدان کې د اسلامی امارت د قونسلګرۍ د مسوولینو په هڅو ۱۶ افغان کډوال چې د اسنادو د نشتوالي له امله هېواد ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې، په قانوني توګه توقیف او خوشې شول.
 
هغه زياته کړه، چې دغه کسان له خوشې کېدو وروسته تېر ماښام (حمل ۲۰) په نيمروز ولايت کې د بهرنيو چارو وزارت استازي ته وسپارل شول.
 
څو ورځې وړاندې د زاهدان له زندان څخه په دوو پړاوونو کې ۳۸ بندیان خوشې شول.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره هوکړې ته رسېدلي او هوکړه شوې چې افغان بندیان به د ایران له زندانونو خوشې او افغان حکومت ته وسپارل شي.
 
https://avapress.com/vdceev8wfjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته