دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 268244
یونیسف د جوزجان ولایت له ښوونځیو سره نږدې ۹۰۰ زره درسي کتابونه مرسته وکړه
په جوزجان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دغه ولایت له ښوونځیو سره نږدې ۹۰۰ زره درسي کتابونه مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته ۸۷۶ زره ټوکه درسي کتابونه ورکړي دي.
 
د جوزجان ولايت د پوهنې رييس محمد طاهر جواد وويل چې ياد شوي کتابونه د يکشنبې په ورځ د سلواغې په ٢٠مه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له خوا د دغه ولايت د پوهنې رياست ته ورکړل شول.
 
د جوزجان د پوهنې ریاست وايي، د درسي کتابونو له ترلاسه کولو وروسته یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د وېش لړۍ پیل کړې ده.
 
په ورته وخت کې ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکي یو میلیون درسي کتابونو ته اړتیا لري.
 
د درسي کتابونو کمښت په ټول افغانستان کې د پوهنې په بهیر کې یوه له لویو ستونزو څخه ده.
 
پرون د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په کاپیسا ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د څه باندې ۶۰۰ زره ټوکه ټوکو درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل کړه.
 
د یادولو وړ ده چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د اسلامي امارت لخوا له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه د (د مناسبو تعلیمي شرایطو د نشتوالي) په دلیل منع شوې وې. د اسلامي امارت چارواکو څو ځلې ویلي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته به ښوونځي ته د تګ شرایط برابر کړي، خو د هغې لپاره یې کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکلې.
 
https://avapress.com/vdcbawb5arhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته