کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف د جوزجان ولایت له ښوونځیو سره نږدې ۹۰۰ زره درسي کتابونه مرسته وکړه

21 حمل 1402 ساعت 14:31

په جوزجان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دغه ولایت له ښوونځیو سره نږدې ۹۰۰ زره درسي کتابونه مرسته کړې ده.


آوا - مزارشریف: د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته ۸۷۶ زره ټوکه درسي کتابونه ورکړي دي.
 
د جوزجان ولايت د پوهنې رييس محمد طاهر جواد وويل چې ياد شوي کتابونه د يکشنبې په ورځ د سلواغې په ٢٠مه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له خوا د دغه ولايت د پوهنې رياست ته ورکړل شول.
 
د جوزجان د پوهنې ریاست وايي، د درسي کتابونو له ترلاسه کولو وروسته یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د وېش لړۍ پیل کړې ده.
 
په ورته وخت کې ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکي یو میلیون درسي کتابونو ته اړتیا لري.
 
د درسي کتابونو کمښت په ټول افغانستان کې د پوهنې په بهیر کې یوه له لویو ستونزو څخه ده.
 
پرون د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په کاپیسا ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د څه باندې ۶۰۰ زره ټوکه ټوکو درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل کړه.
 
د یادولو وړ ده چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د اسلامي امارت لخوا له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه د (د مناسبو تعلیمي شرایطو د نشتوالي) په دلیل منع شوې وې. د اسلامي امارت چارواکو څو ځلې ویلي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته به ښوونځي ته د تګ شرایط برابر کړي، خو د هغې لپاره یې کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکلې.
 


د مطلب کود: 268244

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268244/یونیسف-د-جوزجان-ولایت-له-ښوونځیو-سره-نږدې-۹۰۰-زره-درسي-کتابونه-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com