دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 268185
د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونه د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونه د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د پام وړ خلک له قحطۍ سره مخ دي.
 
ملګرو ملتونو پرون (شنبه، حمل ۱۹) په خپل ټویټر کې لیکلي چې پر افغانستان سربېره سومالیا، ایتوپیا، یمن، نایجریا، جنوبي سوډان، بورکینا فاسو او هایتي هم له بې ساري قحطۍ سره مخ دي.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو نورو ادارو ویلي وو چې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.
 
https://avapress.com/vdcfccd0tw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته