افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت په پام کې لري په افغانستان کې ۱۲ نور کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو کانونو کې مرمر، جپسم، میکا، فلورایټ او نور معدنونه شامل دي.
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، علاقمندان کولای شي چې د دوشنبې تر ورځې (د حمل میاشتې تر ۲۱) پورې خپلې غوښتنې دغه وزارت ته وسپاري.