کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د ۱۲ کانونو د استخراج چارې داوطلبۍ ته سپارې

20 حمل 1402 ساعت 10:21

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت په پام کې لري په افغانستان کې ۱۲ نور کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت په پام کې لري په افغانستان کې ۱۲ نور کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو کانونو کې مرمر، جپسم، میکا، فلورایټ او نور معدنونه شامل دي.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، علاقمندان کولای شي چې د دوشنبې تر ورځې (د حمل میاشتې تر ۲۱) پورې خپلې غوښتنې دغه وزارت ته وسپاري.
 


د مطلب کود: 268171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268171/اسلامي-امارت-د-۱۲-کانونو-استخراج-چارې-داوطلبۍ-ته-سپارې

آوا
  https://www.avapress.com