دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 268075
د هند د غوره ليګ په نهم سيالي کې د افغان لوبغاړي ځلیدنه
افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز د هند غوره لیګ په نهمه لوبه کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په وړاندي پنځوسیزه جوړه کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د هند غوره لیګ په نهمه لوبه کې، چې تېره شپه د کلکتې نایټ رایډرز او رویل چلېنجرز بنګلور ترمنځ ترسره شوه، اوپنر رحمان الله ګربز خپلې لومړۍ ۵۰ منډې وکړې.
 
کلکته لوبډلې ۲۰۵ منډې هدف ټاکلی و او د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې یوازې ۱۲۳ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
 
د کلکتې لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز ۵۷ منډې وکړې او د کلکتې لوبډلې په بریا کې د ده منډو مهم رول ولوباوه.
 
کلکته نایټ رایډرز د هندي سینما د وتلي ستوري شاه رخ خان دی. شاه رخ خان چې تېره شپه یې دغه لوبه يي په ژوندی بڼه لیدله، د ښاغلي ګربز ستاینه وکړه.
 
رحمان الله ګربز لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د هند غوره لیګ کې د توپ وهونکي په توګه لوبېږي. تر ده وړاندې راشد خان او یو شمېر نورو لوبغاړو په دې لیګ کې د بالرانو په توګه لوبېدلی دی.
https://avapress.com/vdcd5j0xkyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته