کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند د غوره ليګ په نهم سيالي کې د افغان لوبغاړي ځلیدنه

18 حمل 1402 ساعت 13:43

افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز د هند غوره لیګ په نهمه لوبه کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په وړاندي پنځوسیزه جوړه کړه.


آوا: د هند غوره لیګ په نهمه لوبه کې، چې تېره شپه د کلکتې نایټ رایډرز او رویل چلېنجرز بنګلور ترمنځ ترسره شوه، اوپنر رحمان الله ګربز خپلې لومړۍ ۵۰ منډې وکړې.
 
کلکته لوبډلې ۲۰۵ منډې هدف ټاکلی و او د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې یوازې ۱۲۳ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
 
د کلکتې لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز ۵۷ منډې وکړې او د کلکتې لوبډلې په بریا کې د ده منډو مهم رول ولوباوه.
 
کلکته نایټ رایډرز د هندي سینما د وتلي ستوري شاه رخ خان دی. شاه رخ خان چې تېره شپه یې دغه لوبه يي په ژوندی بڼه لیدله، د ښاغلي ګربز ستاینه وکړه.
 
رحمان الله ګربز لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د هند غوره لیګ کې د توپ وهونکي په توګه لوبېږي. تر ده وړاندې راشد خان او یو شمېر نورو لوبغاړو په دې لیګ کې د بالرانو په توګه لوبېدلی دی.


د مطلب کود: 268075

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268075/د-هند-غوره-ليګ-په-نهم-سيالي-کې-افغان-لوبغاړي-ځلیدنه

آوا
  https://www.avapress.com