دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 267994
په بدخشان ولایت کې جنايي جرمونه ۳۵ سلنه کم شوي
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسئول په دغه ولايت کې دجنايي جرمونو په کچه کې ٣٥سلنه کموالى اعلان وکړ او ويې ويل چې تراوسه پورې په دغه ولايت کې دبېلابېلو جرمونو په اړوند څه دپاسه شپږ سوه تنه نيول شوي دي .
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد مختار شریفی وایی: د دغه ولایت له جنایی جرمونو سره د مبارزې مدیریت د غلا او قتل ۳۲۵ قضیی کشف او څېړلی دی.
 
هغه زیاته کړه، دغه احصایه په بدخشان ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵ سلنه کموالی ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، په تېر يوه کال کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديريت له لوري ٢٥ وسله وال مخالفين پيژندل شوي او تر نيول کېدو وروسته يې اړوند ارګانو ته معرفي کړي دي.
 
دبدخشان دامنيې قوماندانۍ وياند وايي: ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې مديريت د ٨٣ عملياتو په بهير کې د نشه يي توکو درې کارخانې له منځه وړي او د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور يې ٩٦ تنه نيولي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د نشه يي توکو پېښې شل سلنه کمې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdccomqi02bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته