کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې جنايي جرمونه ۳۵ سلنه کم شوي

16 حمل 1402 ساعت 14:18

دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسئول په دغه ولايت کې دجنايي جرمونو په کچه کې ٣٥سلنه کموالى اعلان وکړ او ويې ويل چې تراوسه پورې په دغه ولايت کې دبېلابېلو جرمونو په اړوند څه دپاسه شپږ سوه تنه نيول شوي دي .


آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد مختار شریفی وایی: د دغه ولایت له جنایی جرمونو سره د مبارزې مدیریت د غلا او قتل ۳۲۵ قضیی کشف او څېړلی دی.
 
هغه زیاته کړه، دغه احصایه په بدخشان ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵ سلنه کموالی ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، په تېر يوه کال کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديريت له لوري ٢٥ وسله وال مخالفين پيژندل شوي او تر نيول کېدو وروسته يې اړوند ارګانو ته معرفي کړي دي.
 
دبدخشان دامنيې قوماندانۍ وياند وايي: ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې مديريت د ٨٣ عملياتو په بهير کې د نشه يي توکو درې کارخانې له منځه وړي او د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور يې ٩٦ تنه نيولي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د نشه يي توکو پېښې شل سلنه کمې شوې دي.
 


د مطلب کود: 267994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267994/په-بدخشان-ولایت-کې-جنايي-جرمونه-۳۵-سلنه-کم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com