افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه نښته تېره شپه (دوشنبه، حمل ۱۴) د زرنج ښار په معصوم آباد کلي کې شوې ده.
په نیمروز ولایت کې د داعش ډلې چارواکو ویلي دي چې د دغې ډلې ځواکونو د داعش پر پټنځایونو عملیات کړي دي.
د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې، د دواړو لورو تر منځ شاوخوا يو نيم ساعت جګړه روانه وه.
تر اوسه د اسلامي امارت ځايي چارواکو د دې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په بلخ ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په کارته نسیم کې د داعش پر پټنځای تصفیوي عملیات کړي دي.
په نیمروز او بلخ ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې پرضد عملیات په داسې حال کښې کیږی چې دوه ورځې مخکې د داعش ترهګرې ډلې د استخباراتو مامورینو په بلخ کښې د تبیان په مرکز او د
افغان غږ خبری آژانس په ښار د حملې په شمول د وروستیو حملو یو عامل نیولی وو.