دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 267863
په بامیانو کې پر درې سوه اړمنو کورنیو بشري مرستې وویشل شوې
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د یوې خیریه موسسې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د بامیان ولایت په مرکز کې پر درې سوه اړمنو کورنیو وویشل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د باختر آژانس د خبر له مخې: د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي د ترکيې د دولت او د "IHH" موسسې له مسوولينو څخه د بشري مرستو له امله مننه وکړه او د مرستې غوښتنه يې وکړه.
 
د ترکيې د «IHH» موسسې استازي وويل، چې په دې پړاو کې دوه بورۍ ۲۵ کيلو اوړه، د خوراکي توکو يوه کڅوړه، دوه کڅوړې شات او شربت، يوه جوړه چپلونه او د ښځو بوټونه او د ماشومانو جامې وېشل شوې دي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د بشري مرستو د وېش بهیر له بې عدالتۍ شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdch-qnix23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته