کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیانو کې پر درې سوه اړمنو کورنیو بشري مرستې وویشل شوې

14 حمل 1402 ساعت 14:36

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د یوې خیریه موسسې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د بامیان ولایت په مرکز کې پر درې سوه اړمنو کورنیو وویشل شوه.


آوا - کابل: د باختر آژانس د خبر له مخې: د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي د ترکيې د دولت او د "IHH" موسسې له مسوولينو څخه د بشري مرستو له امله مننه وکړه او د مرستې غوښتنه يې وکړه.
 
د ترکيې د «IHH» موسسې استازي وويل، چې په دې پړاو کې دوه بورۍ ۲۵ کيلو اوړه، د خوراکي توکو يوه کڅوړه، دوه کڅوړې شات او شربت، يوه جوړه چپلونه او د ښځو بوټونه او د ماشومانو جامې وېشل شوې دي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د بشري مرستو د وېش بهیر له بې عدالتۍ شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 267863

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267863/په-بامیانو-کې-پر-درې-سوه-اړمنو-کورنیو-بشري-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com