دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 267847
د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د راوتو په اړه د هوا پېژندنې ادارې خبرداری
د هېواد د هوا پېژندنې اداره نن دوشنبه د حمل په ۱۴مه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو، واورو او سېلابونو د رامنځته کېدو خبرداری ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به په بادغیس، فاریاب، غور، دایکندي، بامیان، جوزجان، بلخ، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، غزني او د سالنګ په ګډون د اورښتونو اټکل شوی دی.
 
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د سالنګ په ګډون د بامیان او نورستان ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د تودوخې له کمېدو سره به درنه واوره ورېږي.
 
دغه راز دغه اداره د بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، دایکندي، کندز، تخار، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو اوسېدونکو ته د سختو سیلابونو په وړاندې خبرداری ورکوي.
 
په مختلفو ځایونو کې د باران اورښت د ۱۰-۵۰ ملي میترو او د ۱۰-۳۰ سانتي مترو تر منځ د واورې اورښت تمه کیږي.
 
https://avapress.com/vdcjxae8auqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته