د هېواد د هوا پېژندنې اداره نن دوشنبه د حمل په ۱۴مه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو، واورو او سېلابونو د رامنځته کېدو خبرداری ورکوي.
د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د راوتو په اړه د هوا پېژندنې ادارې خبرداری
14 حمل 1402 ساعت 12:45
د هېواد د هوا پېژندنې اداره نن دوشنبه د حمل په ۱۴مه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو، واورو او سېلابونو د رامنځته کېدو خبرداری ورکوي.
آوا: د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به په بادغیس، فاریاب، غور، دایکندي، بامیان، جوزجان، بلخ، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، غزني او د سالنګ په ګډون د اورښتونو اټکل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د سالنګ په ګډون د بامیان او نورستان ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د تودوخې له کمېدو سره به درنه واوره ورېږي.
دغه راز دغه اداره د بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، دایکندي، کندز، تخار، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو اوسېدونکو ته د سختو سیلابونو په وړاندې خبرداری ورکوي.
په مختلفو ځایونو کې د باران اورښت د ۱۰-۵۰ ملي میترو او د ۱۰-۳۰ سانتي مترو تر منځ د واورې اورښت تمه کیږي.
د مطلب کود: 267847