دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 267829
په هرات کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل شوې
دهرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې ددغه ولايت په دوو ولسواليو کې له څه دپاسه څلور سوه اړو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مفتی آدم خان سعد وایی، د دغه ولایت په کشک کهنه او کشک رباط سنګی ولسوالیو کې یې ۴۱۶ اړمنو کورنیو ته نغدی مرستې وویشل.
 
هغه زیاته کړه: پر ۱۲۶ کورنیو ۱۶۵۹۶ افغانۍ ژمنۍ او ۲۹۰ نورو کورنیو ته ۳۲۸۵۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
 
د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس څرګنده کړه چې دغه مرستې د کارډيډ موسسه له خوا شوې دي.
 
په همدې حال کې هغه ښاریان چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي دي د چارواکو له پاملرنې او له اړمنو کورنیو سره د همکارۍ له امله خوښي څرګندوي.
 
دوی له چارواکو غوښتنه کوي، چې دوی او نورو ځوانانو ته دې د کار او کار زمینه برابره کړي، څو خلک پر ځان بسیا او د هېواد په اقتصاد کې ونډه واخلي.
 
https://avapress.com/vdcj8ae8huqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته