دهرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې ددغه ولايت په دوو ولسواليو کې له څه دپاسه څلور سوه اړو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
په هرات کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل شوې
14 حمل 1402 ساعت 10:17
دهرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې ددغه ولايت په دوو ولسواليو کې له څه دپاسه څلور سوه اړو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
آوا - هرات: د هرات ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مفتی آدم خان سعد وایی، د دغه ولایت په کشک کهنه او کشک رباط سنګی ولسوالیو کې یې ۴۱۶ اړمنو کورنیو ته نغدی مرستې وویشل.
هغه زیاته کړه: پر ۱۲۶ کورنیو ۱۶۵۹۶ افغانۍ ژمنۍ او ۲۹۰ نورو کورنیو ته ۳۲۸۵۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس څرګنده کړه چې دغه مرستې د کارډيډ موسسه له خوا شوې دي.
په همدې حال کې هغه ښاریان چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي دي د چارواکو له پاملرنې او له اړمنو کورنیو سره د همکارۍ له امله خوښي څرګندوي.
دوی له چارواکو غوښتنه کوي، چې دوی او نورو ځوانانو ته دې د کار او کار زمینه برابره کړي، څو خلک پر ځان بسیا او د هېواد په اقتصاد کې ونډه واخلي.
د مطلب کود: 267829