دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 267773
په کابل کې پر څه باندې ۳۰۰ بې وزلو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
د یوه خیریه بنسټ مسوولینو د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په کابل کې پر څه باندې ۳۰۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل. دوی دا هم وايي، چې ډېر ژر به له ۳۰۰۰ نورو کورنیو سره هم مرستې وشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ګلبهار خیریه بنسټ له خوا پرون (شنبه، حمل ١٢) د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت په کابل کې پر ۳۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو د خوراکی توکو بسته وویشل شوه.
 
د ګلبهار خيريه بنسټ مطبوعاتي مسوول محمد عمر ځواک وويل، چې د روژې د مبارکې مياشتې په مناسبت پر ۳۰۰ اړمنو، بې وزلو او يتيمانو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
 
محمد عمر ځواک دغه راز يادونه وکړه، چې د ګلبهار خيريه بنسټ په پام کې لري چې ډېر ژر پر درې زره نورو اړمنو کورنيو هم نغدي مرستې او د اختر ډالۍ وويشي.
 
د ګلبهار بنسټ مطبوعاتي مسوول زياته کړه چې د دې ادارې د سروې ټيمونه د کابل هرې ولسوالۍ ته تللي او هغو کسانو ته يې د مرستې کارتونه ورکړي چې د دې ټيم له خوا مستحق وپېژندل شول او نن به ورته توکي ورکړل شي.
 
شاه اغا چې په کابل کې یو له مرسته اخیستونکو څخه دی وايي چې د فقر او بېکارۍ وضعیت د افغانستان خلک ستړي او مایوسه کړي دي.
 
د کابل دغه اوسیدونکي له خیریه موسسو وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.
 
د کابل ښار یو بل اوسیدونکی محمد خان وايي، چې اسلامي امارت باید د افغانستان د اقتصاد د ښه والي په خاطر ښاریانو ته د دایمي کار زمینه برابره کړي.
 
نوموړي د ګلبهار خيريه بنسټ له خوا د خوراکي توکو د مرستې په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې سوداګر او پانګوال دې د روژې په مياشت کې له بې وزلو سره زياته مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي له امله د یوه بشري ناورین خبرداری ورکړی.
https://avapress.com/vdchqqnix23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته