دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 267512
د وردګ پوهنتون کې د ۱۹،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت تخنیکي او ساختماني پروژې پیل شوې
د وردګو ولایت رسنیز دفتر وايي: د وردګ پوهنتون کې د ۱۹،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا، کمپیوټر لابراتوار، د پوهنتون د پرزو د بیارغاونې او داسې نورو په ګډون ګڼې پروژې پیل شوې، چې یو شمېر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وردګو ساحوي رسنیز دفتر نن په ۸ ټویټونو کې لیکلي، چې په وردګو پوهنتون کې د ۱۹،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پیل شوې دي.
 
د ميدان وردګو ولايت د رسنيو د مرکز د مسوولينو په وينا، په دغو پروژو کې د وردګو پوهنتون د محصلينو لپاره د دغه پوهنتون د برخو رغول، د لمريزې برېښنا، کمپيوټر لابراتوار، کتابتون او يو شمېر نور خدمات شامل دي.
 
تر دې وړاندې د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د ۳۵،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د زېرمه کولو د پنځو بندونو چارې د DRC موسسې په مالي مرسته بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
باید وویل شي، چې میدان وردګو ولایت د افغانستان یو له محرومو ولایتونو څخه دی، چې د تېرو حکومتونو پر مهال ورته کمه پاملرنه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcizyarrt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته