کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وردګ پوهنتون کې د ۱۹،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت تخنیکي او ساختماني پروژې پیل شوې

8 حمل 1402 ساعت 13:00

د وردګو ولایت رسنیز دفتر وايي: د وردګ پوهنتون کې د ۱۹،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا، کمپیوټر لابراتوار، د پوهنتون د پرزو د بیارغاونې او داسې نورو په ګډون ګڼې پروژې پیل شوې، چې یو شمېر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: د وردګو ساحوي رسنیز دفتر نن په ۸ ټویټونو کې لیکلي، چې په وردګو پوهنتون کې د ۱۹،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پیل شوې دي.
 
د ميدان وردګو ولايت د رسنيو د مرکز د مسوولينو په وينا، په دغو پروژو کې د وردګو پوهنتون د محصلينو لپاره د دغه پوهنتون د برخو رغول، د لمريزې برېښنا، کمپيوټر لابراتوار، کتابتون او يو شمېر نور خدمات شامل دي.
 
تر دې وړاندې د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د ۳۵،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د زېرمه کولو د پنځو بندونو چارې د DRC موسسې په مالي مرسته بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
باید وویل شي، چې میدان وردګو ولایت د افغانستان یو له محرومو ولایتونو څخه دی، چې د تېرو حکومتونو پر مهال ورته کمه پاملرنه شوې ده.
 


د مطلب کود: 267512

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267512/د-وردګ-پوهنتون-کې-۱۹-۲-میلیونه-افغانیو-په-ارزښت-تخنیکي-او-ساختماني-پروژې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com