افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی صدیق الله نصرت وایی چې د (۱۴۰۱) کال د حوت په میاشت کې زموږ ۶۱۳۴۳ تنه هیوادوال د ورېښمو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې له دې ډلې ۶۹۹۸ یې د ۱۵۲۲ کورنیو په بڼه هېواد ته راستانه شوي دي.
مولوي نصرت همداراز څرګنده کړه: ۵۴۳۴۵ نور کسان په انفرادي ډول له دې پولې هېواد ته داخل شوي دي.
د نيمروز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس څرګنده کړه: د دغه رياست په همغږي د(IOM) موسسي له خوا له ٦ زره ٧٠٩ زياتو زيانمنو شويو کسانو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
ويل کيږي چې د تير کال په بهيرکې د ورېښمو لارې له لارې زموږ په زرګونو تنه هېوادوال هېواد ته راستانه شوي او زياتره دغه راستانه شوي کسان په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.