کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه میاشت کې د ورېښمو له لارې څه باندې ۶۱ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي

6 حمل 1402 ساعت 9:43

د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ورېښمو له لارې څه باندې ۶۱ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - هرات: د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی صدیق الله نصرت وایی چې د (۱۴۰۱) کال د حوت په میاشت کې زموږ ۶۱۳۴۳ تنه هیوادوال د ورېښمو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، چې له دې ډلې ۶۹۹۸ یې د ۱۵۲۲ کورنیو په بڼه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
مولوي نصرت همداراز څرګنده کړه: ۵۴۳۴۵ نور کسان په انفرادي ډول له دې پولې هېواد ته داخل شوي دي.
 
د نيمروز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس څرګنده کړه: د دغه رياست په همغږي د(IOM)   موسسي له خوا له ٦ زره ٧٠٩ زياتو زيانمنو شويو کسانو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
 
ويل کيږي چې د تير کال په بهيرکې د ورېښمو لارې له لارې زموږ په زرګونو تنه هېوادوال هېواد ته راستانه شوي او زياتره دغه راستانه شوي کسان په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
 


د مطلب کود: 267356

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267356/په-تېره-یوه-میاشت-کې-د-ورېښمو-له-لارې-څه-باندې-۶۱-زره-کسان-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com