افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د یکشنبې په ورځ (کب ۲۷) د یو حکم په ترڅ کې د هغو چارواکو زامن چې د خپلو پلرونو تر چتر لاندې په دولتي ادارو کې ګمارل شوي وو، منفق کړي.
د اسلامي امارت د رهبرۍ په فرمان کې راغلي چې د وزارتونو او خپلواکو ادارو مسوولین دې د خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ د خلکو له ګومارلو ډډه وکړي.
باختر لیکي؛ د جوزجان د مرستیال والي زوی د دغه ولایت په امنیه قوماندانۍ کې په امنیتي پوسته کې کار کاوه.
په تېر حکومت کې په دولتي بستونو کې د آزادې سیالۍ له لارې ګومارل کېدل.
د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته تر اوسه د دولتي بستونو په تشو بستونو کې د مامور د ګمارلو لپاره د ملکي خدمتونو اجتماعي ازموینه نه ده اخیستل شوې.