دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 267013
د پاکستان د پوځ قومندان د افغانستان له سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه
په پاکستان کښې د ترهګرو حملو له زیاتیدا سره هممهاله د پاکستان د پوځ قومندان جنرال عاصم منیر له افغانستان سره د دغه هیواد له سرحدی سیمو څخه لیدنه وکړه او د عامو خلکو د امنیت د تامینولو لپاره یې د دغه هیواد د سرحدی ځواکونو د چمتووالی ډاډ ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د «راډیو پاکستان» خبری ویبپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د افغانستان سره د دغه هیواد له ګډې پولې څخه د جنوبی وزیرستان په سیمه کې لیدنه وکړه.
 
د پاکستان د پوځ سرلښکر په دغه کتنه کښې له افغانستان سره د ګډې پولې د امنیت د تامین لپاره د دغه هېواد د پوله ساتونکو ځواکونو له چمتووالی څخه د کتنې په ترڅ کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه او د دغې ستونزې په له منځه وړلو کښې د وسله والو ځواکونو په هوډ ټینګار وکړ.
 
هغه زیاته کړه: له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونو قربانۍ به په سیمه کښې د بشپړ امنیت او ثبات د رامینځته کیدو سبب شی.
 
جنرال عاصم منیر ټینګار وکړ چې د ټولنیز او اقتصادي پراختیا د پلانونو بشپړیدل او د سیمې پرمختګ په پایداره ثبات او د ترهګرۍ له ګواښ سره په مبارزه پورې اړه لري.
 
د پاکستان د پوځ قوماندان همداراز په وزیرستان کښې د دغه هیواد د پوځ د ترهه ګرۍ په ضد د عملیاتو په هکله هم معلومات ورکړل او د دغه هیواد د پوله ساتو ځواکونو د امنیتی روزنیزو پروګرامونو څخه یې کتنه وکړه.
 
وروسته له هغه چې تحریک طالبان پاکستان د تېر کال په نومبر کې د اسلام اباد له حکومت سره د اوربند له تړون څخه ووت، جنوبي وزیرستان د پاکستان د پوځ لپاره یو له ناامنو سیمو څخه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcezf8wxjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته