دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 266964
په پکتیکا کې د اسلامي امارت ځواکونه له پاکستاني پوله ساتونکو سره نښته کړي
د پکتیکا ولایت سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ادې انګور په سیمه کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستاني پوله ساتو سره نښته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: دغه نښته (کب ۲۲) رامنځته شوې ده او ويل کيږي چې دغه نښته له افغان مسافرو سره د پاکستاني پوځيانو د ناوړه چلند له امله رامنځته شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې يو افغان ټپي شوى دى. پاکستاني لوري ته د احتمالي مرګ ژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند.
 
د اسلامی امارت سیمه ییزو چارواکو او پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
 
د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ دا نښته په داسې حال کې شوې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان په مشرۍ یو پلاوي د ډیورنډ کرښې ته څېرمه له سرحدي پوستې لیدنه کړې.
 
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم څو ځله د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او د ګاونډیو هیوادونو له پوله ساتو سره نښتې شوي دي.
 
https://avapress.com/vdciqqar5t1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته