کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې د اسلامي امارت ځواکونه له پاکستاني پوله ساتونکو سره نښته کړي

24 حوت 1401 ساعت 10:07

د پکتیکا ولایت سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ادې انګور په سیمه کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستاني پوله ساتو سره نښته کړې ده.


آوا: دغه نښته (کب ۲۲) رامنځته شوې ده او ويل کيږي چې دغه نښته له افغان مسافرو سره د پاکستاني پوځيانو د ناوړه چلند له امله رامنځته شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې يو افغان ټپي شوى دى. پاکستاني لوري ته د احتمالي مرګ ژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند.
 
د اسلامی امارت سیمه ییزو چارواکو او پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
 
د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ دا نښته په داسې حال کې شوې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان په مشرۍ یو پلاوي د ډیورنډ کرښې ته څېرمه له سرحدي پوستې لیدنه کړې.
 
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم څو ځله د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او د ګاونډیو هیوادونو له پوله ساتو سره نښتې شوي دي.
 


د مطلب کود: 266964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266964/په-پکتیکا-کې-د-اسلامي-امارت-ځواکونه-له-پاکستاني-پوله-ساتونکو-سره-نښته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com