افغان غږ خبری آژانس: دغه پیښه نن سهار د یوه کلتوری کنفرانس د جوړیدو او د خبریالانو د پیژندګلوۍ پر مهال رامنځ ته شوې ده. په دغه کنفرانس کې د تبیان مرکز د دفتر د څو غړو او د
افغان غږ خبری آژانس د خبریالانو په ګډون یو شمېر خبریالان او ګډونوال ټپیان شوي.
تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي او له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه کره معلومات نشته.
ویل کېږي چې په دې مراسمو کې یو شمېر ګډونوال ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
له مزارشریف څخه زموږ همکاران خبر ورکوي، چې چاودنه زوروره وه او تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته. امنیتي ځواکونه د پېښې په ځای او د بلخ حوزوي روغتون په شاوخوا کې موجود دي او اجازه نه ورکوي چې د دې پېښې مستقيم خبري پوښښ وکړي.
نور ورورسته........