کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې د آوا خبري آژانس په دفتر او د تبیان په مرکز کې چاودنه شوې ده؛ ۳۲ تنه شهیدان او ټپیان شوي

20 حوت 1401 ساعت 11:50

نن سهار (کب ۲۰) په مزارشریف کې د آوا د نمایندګۍ دفتر او د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو مرکز د یوې چاودنې هدف وګرځید.


آوا: دغه پیښه نن سهار د یوه کلتوری کنفرانس د جوړیدو او د خبریالانو د پیژندګلوۍ پر مهال رامنځ ته شوې ده. په دغه کنفرانس کې د تبیان مرکز د دفتر د څو غړو او د آوا د خبریالانو په ګډون یو شمېر خبریالان او ګډونوال ټپیان شوي.
 
تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي او له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه کره معلومات نشته.
 
ویل کېږي چې په دې مراسمو کې یو شمېر ګډونوال ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
له مزارشریف څخه زموږ همکاران خبر ورکوي، چې چاودنه زوروره وه او تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته. امنیتي ځواکونه د پېښې په ځای او د بلخ حوزوي روغتون په شاوخوا کې موجود دي او اجازه نه ورکوي چې د دې پېښې مستقيم خبري پوښښ وکړي.
 
نور ورورسته........
 


د مطلب کود: 266744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266744/په-مزارشریف-کې-د-آوا-خبري-آژانس-دفتر-او-تبیان-مرکز-چاودنه-شوې-ده-۳۲-تنه-شهیدان-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com