دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 266723
د بلخ د والي پر دفتر د ځانمرګي برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست
داعش ترهګرې ډلې د پنجشنبې په ورځ (حوت ۱۸) په بلخ ولایت کې د هغه ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته چې په ترڅ کې یې د بلخ والي محمد داوود مزمل او یو بل کس ووژل شو.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د داعش ترهګرې ډلې د اعماق خبری آژانس په یوه خبرپاڼه کښې اعلان کړی چې د دغې ډلې یو جنګیالی د دغه ولایت د والی له دفتره بهر په انتظار کښې وو او د هغه په ​​لور روان شو او چاودنه یې وکړه.
 
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: چاودنه د بلخ ولایت مقام په دوهم پوړ کې شوې، چې له امله یې د والي په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټري پیغام کې تایید کړې، چې د بلخ والي محمد داوود مزمل نن سهار (پنجشنبه، حوت ۱۸) په خپل دفتر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
,
مجاهد دا هم لیکلي، چې د بلخ د والي وژل د دښمنانو کار و او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
 
په همدې حال کې د بلخ د حوزوي روغتون سرطبیب افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې د تېرې ورځې له چاودنې څخه دغه روغتون ته یو تن وژل شوی او اووه ټپیان ور وړل شوي دي.
 
دغه ځانمرګى بريد پرون سهار شاوخوا لس بجې د مزارشريف ښار په پنځمه ناحيه کې د بلخ د والي د دفتر په دويم پوړ کې شوى دى.
https://avapress.com/vdcb50b5frhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته