دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 266635
په هرات ښار کې د کتابونو د نندارتون جوړېدل/ د ۱۰ زره بېلا بېلو کتابونو د ننداره
په هرات کې د کتابونو د نندارتون تنظیموونکي وايي، دغه نندارتون یې د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې د ۱۰ زره ټوکو کتابونو په لرلو سره په لاره اچولی، څو ځوانان مطالعې او لوستلو ته وهڅوي.
افغان غږ خبری آژانس: په هرات کې د مومنی خپرندویه ټولنې د کلتوری څانګې مشر او د دغه نندارتون تنظیم کوونکی فرید سعیدی د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د کتاب لوستلو او مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه یو نندارتون د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې د المهدي جبریل په ښارګوټي کې د یوې اونۍ لپاره پیل شو.
 
هغه زياته کړه چې په دې نندارتون کې لس زره ټوکه کتابونه چې بېلابېل عنوانونه لري نندارې ته اېښودل شوي دي.
 
ښاغلي سیدي په هېواد کې اوسنیو شرایطو ته په کتو دغه نندارتون ته د ځوانانو هرکلي د قناعت وړ وباله.
 
نوموړي دغه راز وويل، دا دويم ځل دى، چې دوى په روان کال کې په هرات کې د کتاب لوستلو د فرهنګ د دودولو او کتاب پلورنې ته د زياتو ځوانانو د هڅونې په موخه د لاټرۍ سيالۍ هم په لاره اچولې دي.
 
په همدې حال کې د دغه نندارتون يوه ليدونکي مريم احمدي د دغه شان نندارتونونو له جوړولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د دغه بهير دوام به ځوانان د کتاب لوستلو او مطالعې ته وهڅوي.
 
هغه د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مسوولينو څخه وغوښتل چې د زياتو ځوانانو د هڅونې په خاطر دې په بېلابېلو برخو کې پروګرامونه او نندارتونونه جوړ کړي.
 
يو بل ليدونکي محمد رحيمي وايي، چې له دغه نندارتون څخه يې په ټيټه بيه د اړتيا وړ کتابونه ترلاسه کړي دي.
 
هغه د هرات له ځوانانو وغوښتل چې د خپل ژوند د فرصت او سرمايې يوه برخه د کتابونو په پېرلو او لوستلو ولګوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د دغه نندارتون تنظیم کوونکو څه موده وړاندې د هرات ښار د تبادلې په ودانۍ کې د پیسو د تبادلې د زده کوونکو د هڅونې په موخه یو نندارتون جوړ کړ.
https://avapress.com/vdcds90xkyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته