دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 266630
له پاکستان څخه شاوخوا ۳۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۲۹۸ تنو په ګډون ۵۳ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  رون سه شنبه د کب ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې پرون له پاکستان څخه ۵۳ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې.
 
په سپين بولدک کې دکندهار ولايت دکډوالو چارو رياست امرسرحدي وايي، يادې کورنۍ له پولې ها خوا دبېړنيو مرستو په موخه د کډوالو نړيوال انسټيټيوټ ته ور وپېژندل شوې.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، چې په دغو کډوالو هر یوه ته درې زره افغانۍ، خوراکي توکي، د پخلنځي لوښي او کمپلې ویشل شوي دي.
 
خو د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په ایران کې میشت ۲۱۸۹ تنه کډوال د کب په ۱۵مه د هرات ولایت د قلعه اسلام د پولې له لارې خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdcipqarut1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته