دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 266621
د ایران د اسلامي آزاد پوهنتون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له څانګې سره په مختلفو څانګو کې مرسته
د ايران د اسلامي آزاد پوهنتون د افغانستان څانګې رئيس د افغانستان د تخنيکي او مسلکي زده کړو د څانګې له مشر سره په کتنه کې له دغې څانګې سره د علمي مرستو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د اړتيا له مخې به په بېلابېلو برخو کې د ايراني کارپوهانو په تخنيکي او مسلکي برخو کې مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس مولوي غلام حیدر شهامت په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د "اسلامي آزاد" پوهنتون له رئیس ډاکټر علي صادقي سره وکتل.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو رييس د دغې ادارې او اړوندو تعليمي مرکزونو د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ظرفيتونو په لوړولو کې يې د ايران د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
له بلې خوا د اسلامي آزاد پوهنتون استازې د افغانستان د تخنيکي او مسلکي زده کړو له رياست سره د علمي همکاريو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د اړتيا له مخې به په بېلابېلو برخو کې ايراني متخصصين د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره مرسته وکړي.
 
په دې کتنه کې موافقه وشوه چې د ایران د اسلامي آزاد پوهنتون او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې ترمنځ د همکاریو د دوام لپاره باید کاري کمیټې جوړې شي.
 
په همدې حال کې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په ځلونو له افغانستان سره په بېلابېلو مسایلو کې د همکارۍ اعلان کړی دی.
https://avapress.com/vdcirqarzt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته