دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 266281
د دوحې د تړون دریمه کلیزه: دغه تړون افغانستان له اشغال څخه وژغوره
د کب د لسمه د دوحې د تړون د دریمې کلیزې سره سمون خوري، اسلامي امارت ویلي دي چې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ دغه تړون د یوې سترې بریا او د آزادۍ د لاسته راوړنې پیلامه وه او د دې سبب شوه چې افغانستان له شل کلن اشغال او جګړې څخه خلاص شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (حوت ۱۰) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې درې کاله وړاندې د حوت میاشتې په ۱۰مه نېټه د سولې هوکړه له افغانستان څخه دبهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو په اړه د اسلامي امارات او امریکا ترمنځ هوکړه لیک د قطر په پلازمېنه دوحه کې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې لاسلیک شو.
 
اسلامي امارت د کب لسمه د لوی فتح او د آزادۍ د ترلاسه کولو پیلامه ګڼي او وايي چې د دوحې تړون د دې لامل شو چې افغانستان له شل کلن اشغال او جګړې څخه خلاص شي.
 
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د اسلامي امارت او امريکا تر منځ د دوحې له هوکړې وروسته د دښمنانو توطيې شنډې شوې او د بشپړ اسلامي نظام د جوړېدو بنسټ کېښودل شو.
 
خو د اسلامي امارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني په یوه ټویټ کې ویلي، چې د دوحې تړون، د اشغال د پای ته رسولو تړون نه یوازې د افغانانو د آزادۍ غوښتنې ته سیاسي مشروعیت ورکړی، بلکې د استعمار پر وړاندې د افغانانو تاریخي مبارزه نه یوازې دا چې د خلکو او پوځي ځواک ملاتړ نه لري، بلکې د غیر معمولي سیاسي او منطقي تکتیک څخه هم برخمن دی.
 
د دوحې د تړون په مادو کې "له افغانستان څخه د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو وتل"، "د دوی تر واک لاندې سیمو کې د القاعدې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا" او "د اسلامي امارت او پخوانی حکومت ترمنځ خبرې اترې شاملې دي.
 
دا تړون د چین، روسیې او پاکستان په ملاتړ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په متفقه توګه تصویب شو، که څه هم د هغه مهال افغان حکومت په دې تړون کې دخیل نه و.
 
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، اسلامي امارت په ټول افغانستان کې پراخ بریدونه پیل کړل، چې بالاخره د کابل د سقوط، د ولسمشر د تېښتې او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سقوط لامل شول.
 
https://avapress.com/vdcaainu649niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته