افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدنی روزنې او سپورت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مسابقې د کابل، وردګو، پروان او بامیان ولایتونو د یو سل او پنځو تنو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې او درې ورځې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې لومړۍ لوبه د شپیتو ورزشکارانو ترمنځ د کرلینګ په برخه کې ترسره شوه چې په پایله کې بامیان لومړی او کابل دویم مقام خپل کړ.
دغه راز د اس اسکیتنگ په لوبه کې چې د کابل او بامیان لسو ورزشکارانو په کې برخه اخیستې وه، کابل لومړی او بامیان دویم مقام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې د ورزشکارانو ترمنځ د سنوبورډینګ او سکیینګ لوبې هم ترسره شوې.