د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست وايي، چې بامیان ولایت د کابل، میدان وردګو، پروان او بامیان ولایتونو د یو سل او ۳۵ تنو ورزشکارانو په ګډون د ژمنیو ورزشي سیالیو د پنځم پړاو کوربه دی.
په بامیان کې د ژمنیو ورزشي سیالیو پنځم پړاو ترسره شو
9 حوت 1401 ساعت 12:13
د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست وايي، چې بامیان ولایت د کابل، میدان وردګو، پروان او بامیان ولایتونو د یو سل او ۳۵ تنو ورزشکارانو په ګډون د ژمنیو ورزشي سیالیو د پنځم پړاو کوربه دی.
آوا - کابل: د بدنی روزنې او سپورت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مسابقې د کابل، وردګو، پروان او بامیان ولایتونو د یو سل او پنځو تنو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې او درې ورځې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې لومړۍ لوبه د شپیتو ورزشکارانو ترمنځ د کرلینګ په برخه کې ترسره شوه چې په پایله کې بامیان لومړی او کابل دویم مقام خپل کړ.
دغه راز د اس اسکیتنگ په لوبه کې چې د کابل او بامیان لسو ورزشکارانو په کې برخه اخیستې وه، کابل لومړی او بامیان دویم مقام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې د ورزشکارانو ترمنځ د سنوبورډینګ او سکیینګ لوبې هم ترسره شوې.
د مطلب کود: 266202