دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 266158
مرکزي بانک به سبا ۱۷ میلیونه ډالره لیلام کړي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د پیاوړتیا په موخه به سبا (سه شنبه، کب ۹) په یوه لیلام کې ۱۷ میلیونه ډالره وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس: باختر خبري آژانس خبر ورکړی چې د افغانستان بانک په پام کې لري چې د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه سبا سه شنبه ۱۷ میلیونه ډالره لیلام کړي.
 
مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل د افغانستان بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د لا پياوړتيا په موخه ١٥ ميليونه ډالره د ليلام له لارې پلورلي وو.
 
https://avapress.com/vdcdk90xjyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته