کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به سبا ۱۷ میلیونه ډالره لیلام کړي

8 حوت 1401 ساعت 16:42

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د پیاوړتیا په موخه به سبا (سه شنبه، کب ۹) په یوه لیلام کې ۱۷ میلیونه ډالره وپلوري.


آوا: باختر خبري آژانس خبر ورکړی چې د افغانستان بانک په پام کې لري چې د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه سبا سه شنبه ۱۷ میلیونه ډالره لیلام کړي.
 
مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل د افغانستان بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د لا پياوړتيا په موخه ١٥ ميليونه ډالره د ليلام له لارې پلورلي وو.
 


د مطلب کود: 266158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266158/مرکزي-بانک-سبا-۱۷-میلیونه-ډالره-لیلام-کړي

آوا
  https://www.avapress.com