دخپریدو نیټه :شنبه ۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 266010
په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمیر تر ۵۰ زرو واوښت
ترکیې د دې میاشتې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د کورونو د بیارغونې کار پیل کړی، یوه حکومتي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، په داسې حال کې چې په ترکیه او سوریه کې په ګډه د مړو شمیر له ۵۰۰۰۰ څخه ډیر شوی.
افغان غږ خبری آژانس: د فبرورۍ د شپږمې نیټې په زلزله کې چې په ترکیه او ګاونډي سوریه کې یې لسګونه زره کسان ووژل، له ۱۶۰،۰۰۰ څخه زیاتې ودانۍ چې ۵۲۰،۰۰۰ اپارتمانونه پکې وي نړیدلي او یا سخت زیانمن شوي دي.
 
د طبیعي پیښو او بیړنیو حالاتو ادارې (AFAD) اعلان وکړ چې په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۴۴۲۱۸ ته لوړه شوه.
 
په سوریه کې د مړو شمېر ۵۹۱۴ ته رسېدلی، چې په دې سره په دواړو هېوادونو کې د مړو شمېر له ۵۰ زرو څخه پورته شو.
 
https://avapress.com/vdca6inuw49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته