کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمیر تر ۵۰ زرو واوښت

6 حوت 1401 ساعت 14:54

ترکیې د دې میاشتې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د کورونو د بیارغونې کار پیل کړی، یوه حکومتي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، په داسې حال کې چې په ترکیه او سوریه کې په ګډه د مړو شمیر له ۵۰۰۰۰ څخه ډیر شوی.


آوا: د فبرورۍ د شپږمې نیټې په زلزله کې چې په ترکیه او ګاونډي سوریه کې یې لسګونه زره کسان ووژل، له ۱۶۰،۰۰۰ څخه زیاتې ودانۍ چې ۵۲۰،۰۰۰ اپارتمانونه پکې وي نړیدلي او یا سخت زیانمن شوي دي.
 
د طبیعي پیښو او بیړنیو حالاتو ادارې (AFAD) اعلان وکړ چې په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۴۴۲۱۸ ته لوړه شوه.
 
په سوریه کې د مړو شمېر ۵۹۱۴ ته رسېدلی، چې په دې سره په دواړو هېوادونو کې د مړو شمېر له ۵۰ زرو څخه پورته شو.
 


د مطلب کود: 266010

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266010/په-ترکیه-او-سوریه-کې-د-زلزلې-مړو-شمیر-تر-۵۰-زرو-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com