دخپریدو نیټه :شنبه ۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 266006
ملا محمد یعقوب مجاهد: د افغانستان فضا تر اشغال لاندې ده
د افغانستان پر فضايي حریم د بې پیلوته الوتکو ګرځیدل د هېواد د دفاع وزیر اندېښنه راپارولې او ویلي دي؛ چې د هېواد فضا اشغال شوې او داسې تکنالوژي نلري، چې د دغو الوتکو د الوتنو مخه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ: د ملي دفاع وزیر د ښوونې او روزنې اړتیا ته په اشاري سره څرګنده کړې؛ پوځ باید په داسې ډول وروزل شي، چې څوک د افغانستان د پوځي اشغال په اړه فکر ونه ‌کړي.
 
د هېواد دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د دې وزارت فارغو شویو ځواکونو ته څرګنده کړې؛ دفاعي ځواکونه دې قلم او ټوپک نه ‌پریږدي او باید دواړه په یوه وخت کې وکاروي، چې له هېواده دفاع وکړي.
 
د ځوانو ځواکونو له اکادمۍ څخه د محصلینو د فراغت په مراسمو کې دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د امنیت پر خونديتوب او د سرحدونو ساتنې ټینګار وکړ او وایي، چې موخې باید روښانه وي او اوسنی امنیت باید ټینګ وساتل شي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په دې مراسمو کې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د افغانستان د پولو پر دفاع او امنیت ټینګار وکړ.
 
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي هم ويلي، چې د هېواد سرحدونه بايد خوندي شي او دغه موضوع بايد له پامه ونه غورزول شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د  ملي دفاع پوهنتون د ځوانو افسرانو د اکادمۍ څخه ۳۸۴ محصلینو د نظامي او ملکي زده‌کړو له څوارلسمې دورې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdcfxvd0vw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته